د ژوندیوموجوداتوقاتل
عنایت الله پویان عنایت الله پویان

دا چې ویل کیږي: کتابونه ژوندي موجودات دي د حق خبره ده،ځکه کتابونه په سړه سینه له هرچا سره د زړه خواله او خبرې ګوي او دهرچا پوښتنې ته قانع کونکی ځواب وايي او بیا شاعران خو خپل  شعرونه خپل اولادونه بولي خو زه نه پوهیږم دا ولې له خپلوکتابونو سره مې چې راته ګران دي شخړه پیدا شوې وه اود څه لپاره د خپلو کتابونو د سوځولو په سوچ او فکر کې وم- شایي دغو عصری کتابونو زه خدای یې مکړه د کفراوالحاد په لورهڅولم او یا شایي په دغو کتابونو کې داسې خبرې لیکلې شوې وې چې دچا نه خوښیدې اوخلک يې زما پر ضد را پاراول او زه یې له ستونزواوخطرو اوجنجالونو سره مخامخ کولم                                                  

ما څوڅو زلي د خپلو کتابونو د سوځولو لپاره هڅې کړې وې خو هر زلی زما هڅې ناکامې شوې وې او بله دا چې زمونږ د کورنۍ غړي حتی زمونږ د کورشاه اوخوا ګاونډیان په ما شکمن شوي وو چې ګنې زه لیونی شوي یم او داسې کارونه سر ته رسوم چې هغه کارونه د سلیم عقل د خاوندانو لپاره د منلو وړ کاررونه نه دې- دا چې له ډیروهڅواوهلو ځلو وروسته  په څه توګه د دغه کار په کولو بریالی شوم کیسې اوږدې دي خو زه به يې په لنډو کې تاسو ته ؤ وایم                                        

د ژمي اوږدې شپې او ورځې وي او زمونږ د کور په حجره کې دکلیوالو هلکانو بنډار جوړ ؤ او حجره  له میلمنو ډکه وه او د لاپو او پټاکو بازار تود ؤ- هر چا د خپلو سترګو د لیدلي حال کیسه کوله یوه طالب ډولي سپین پوستې زلمګي هلک ویل چې ګنې د سلیمان پیغمبر په زمانې کې پیریانوله بنیادمانو سره ګډ ژوند کاوه او دسلیمان پیغمبر ګدۍ(تخت) پیریانو او دیوانو په هوا کې ګرځوله خو اوس کفارو او امریکنانو د طلسماتو او حکمت کتا بونه لیکلي دي او د حکمت له برکته د امریکنانو پاچایان په هوایي جوازونو کې آلوزي او یوبل دتورغوباړي په څیر تور پوستي هلک ؤ ویل: د هند په بنګاله کې داسې کسان شته چې جوګ پخوي اود جوک له برکته جوګیان په هواکې آلوزی او دریمګړي راته ؤ ویل: زه داسې کوډګرملایان پیژنم چې بنیادمان په خرو او خرونه په بنیادمانو اړولای شي او د پیریانو څوڅو پاچاهی کانې یې تابع کړي دي او ماته هغه خبر را یاده شوه چې خدای بښلې مور مې راته کوله او ویل يې د کوز کلي د ژرندې ژرند ګړی ماما په اصل کې خر او یا پیري ؤ خو د سپین جومات د ملا د طلسماتو او کوډو په زورهغه بنیادم شوی ؤ او زمونږ د کلي د جوارو او غنمو انډي یې وړه کول - کله چې شپه له نیمایي واوښته او څورلسمه سپوږمۍ د شینکي آسمان منځ ته را ورسیده واړو همځولو هلکانوکیسې بس کړې او د اودس ماتي لپاره له حجرې را ؤ وتل او د هغه وچ خوړ په سپینو ګاټو کې خواره شول چې خدای بښلې مور مې په هغو ګاټو د ژوندیو بنیادمانو شک او ګومان کاوه او د کوم کوډګرملا طلسماتو هغه بنیادمان په سپینو تیږو بدل کړي وو- ښایسته ډیرې شیبې د هغوی د واپس د راتګ لپاره هلته سترګې په لار ولاړ وم خو د هغوی پته ؤ نه لګیده د(لااله الا الله محمد رسول الله) کلیمه مې په وچې ژبې جاري کړله او د هغوي د پوښتنې لپاره د وچ خوړ د سپینو ګاټو په لور ؤخوځیدم چې ګورم هغه واړه کسان چې په حجرې کې را سره ناست وو په غټوغټوسپینو تییږو بدل شوې دي او د وچ خوړ په ګاټو کې بوڅ بوڅ ناست دي او نه خوځیږي - ډار په سر واخیستم ، دوې پښې مې خپلې وې او دوې نورې په پور واخییستې او په منډو منډو مې ځان کاله ته ورساوه - په کور کې واړه کسان کنګس او ګیچ ویده پراته وو او د کیشپانو په څیر له سپومويې د خوراو پف غږونه پورته کیدل- دهغې کوټې په دروازګۍ ننوتم هلته چې په ګردجنو تاخجو کې یې د چاخبر زما په قلم له الحاد او کفر ډک کتابونه ایښودل شوي وو- څادر مې وغوړاوه او واړه کتابونه مې پخپل څادر کې را ټول کړل او بیا د ډوډۍ د پخولو کوټې ته ورغلم -لا مې د کتابونو د سوځولو لپاره اوربل کړي نه ؤ د پخلنځي د دروازې له لوري ښځینه غږ مې ترغوږو شو- شاه ته مې ؤګتل سترګې مې پخپلې متوفا مور ولګیدې - د سپین ټکر کفن  یې پر ځان را تاو کړی ؤاو په سپینو کمڅو یې د قبر او هدیرې سپیرې خاورې نښتې وي او شاه ته يې له سپینو کفنونو سره ګڼ شمیر د کلي متوفا زړې مورګانې ولاړې وې- په هغوی کې يوه زما خدای بښلې ترور سیدخانم ترور او بله د سیدخانم کشرۍ خور عزیز خانم او دریمه د جمعه خان ماما خدای بښلې میرمن رحیمه ترور او داسې نورې تور سرې او سپين سرې میرمنې او ترورګانې ولاړې وي  هغوی ته مې ؤ ویل( تاسو خو په حق رسیدلې یاست، دا څرنګه امکان لري چې تاسو ژوندۍ وینم او تاسو له ما څه غواړئ) او مور مې راته ؤ ویل(زوی جانه!که مونږ په حق رسیدلې یو خو زمونږ ارواګانې ژوندۍ دي او بله دا چې تا راته ویلي ؤ چې شعرونه او کتابونه ژوندي موجودات او زما اولادونه او ستا لمسیان دي - نو بیا ولې زما ګلالي لمسیان د تناره د اور لمبو ته سپارې) او ما چې له هغوی سره دعوې پیل ګړي هغوی د غالبوزو او مچیو په څیر را پورې ؤنښتې او زما د سر ویښتان یې راته ؤشکول او زه یې په سوکانو ؤ وهلم او کتابونه یې له ځانه  سره ایوړل- ما چې د خپلې کورنۍ له غړو څخه مرسته ؤغوښته او چیغې مې کړلې ماینې مې را باندې غږ ؤ کړـ (د نویدجان پلاره!په اړخ راواوړه،خپکۍلاندې کړی یې اوکلیمه ؤوایه) او زه را ويښ شوم اود(لااله الاالله محمد رسول الله)کلیمه مې د وچې ژبې د پاسه جارې شوه اودپاک خدای له در بارڅخه شکر ګذار شوم چې د شیطان په ټونګ لاسونه مې د ژوندیو موجوداتو په وینو رنګ شوي نه وو اوخپل ګلالي شعرونه او کتابونه چې دزړه په وینو مې لیکلي وو سوي نه وو- د خدای ښه دې وي د رورموند ښارهالند داکتوبر لمړۍ ورځ کال ۲۰۱۱              


October 12th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان